ایران یو ځل بیا له افغانانو غوښتي چې په قانوني اسنادو دغه هېواد ته سفر وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي لا هم په ایران کې ګڼ افغانان قانوني اسناد نه لري او د ثبت له بهیر هم پاتې شوي دي.
وحیدي پر افغانانو غږ وکړ چې له قانوني لارو او د وېزو په اخیستو ایران ته د ننه شي.
نوموړي زیاته کړې، د قانوني اسنادو نه لرونکي بهرنیان به له ایران ایستل کېږي.
ایران تر دې وړاندې هم په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ثبت بهیر پيل کړی و، خو وروسته افغان کډوال وویل چې په دې توګه ایران هلته مېشت افغانان ځان ته معلوم کړل او اوس یې د ایستلو بهیر پيل کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل