۰

عزیرالله فضلي چې غوښتل یې په زور د کرکټ بورډ رییس شي نیول شوی

دوشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۰۲
د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني رییس عزیرالله فضلي د جعلي مکتوب په جوړولو سره یو ځل بیا غوښتل د کرکټ بورډ رییس شي خو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
عزیرالله فضلي چې غوښتل یې په زور د کرکټ بورډ رییس شي نیول شوی
د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني رییس عزیرالله فضلي د جعلي مکتوب په جوړولو سره یو ځل بیا غوښتل د کرکټ بورډ رییس شي خو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فضلي پرون یکشنبې د چنګاښ ۱۲ مه له څو تنو وسله والو او جعلي مکتوب سره هڅه کوله، چې کرکټ بورډ ته ننوځي خو د بورډ ساتونکو یې مخنیوی کړی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ یوې سرچینې رسنیو ته تایید کړې، چې فضلي د طالبانو د مشر په نوم د خپلې مقررۍ جعلي مکتوب له ځان سره کرکټ بورډ ته وړی و.

دغه سرچینې ویلي«عزیزالله فضلي تیره ورځ له یو جعلي مکتوب سره کرکټ بورډ ته تللی و، وسله وال کسان هم ورسره و، د بورډ ساتونکو یې مخه نیولې، وروسته هوايي ډزې هم شوي، تر هغه وروسته رئیس الوزرا د نوموړي د نیولو امر وکړ اوس نیول شوی او بندي دی.»
 
د افغانستان کرکټ بورډ کې هم یوې سرچینې تایید کړې، چې عزیزالله فضلي له رسمیاتو پرته هڅه کول چې کرکټ بورډ ته داخل شي چې د امنیتي ساتونکو لخوا یې مخه نیول شوې.
 
سرچینه وايي، د اصولو له مخې نوموړی باید رسمیاتو کې راغلی وای خو هغه له رسمیاتو وروسته کرکټ بورډ ته راغلی و.

د سرچینې په وینا امنیتي مسولینو فضلي ته ویلي، چې تاسې باید رسمیاتو کې راغلی وای بل دا چې د اصولو له مخې که یو څوک ځان نوی رییس معرفي کوي نو باید د رسمي مرجع ادارې امور له لوري د قانوني اسنادو د پروسې له تکمیلدو وروسته معرفي کیږي حال دا چې دا کار هم نه دی شوی.
 
کرکټ بورډ ته د عزیزالله فضلي د تېرې ورځې تګ هم پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه پارولي د هغه دغه عمل یې غندلی دی.
 
خو خپله عزیزالله فضلي تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي