۰

افغان او ازبکستاني چارواکو د سوداګریزه اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

دوشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۰
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ازبکستاني چارواکو سره، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د افغان سوداګرو د ستونزو د هواري په اړه خبرې شوې دي.
افغان او ازبکستاني چارواکو د سوداګریزه اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ازبکستاني چارواکو سره، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د افغان سوداګرو د ستونزو د هواري په اړه خبرې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله ټوېر پاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تیره ورځ د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر سره په تاشکند کې لیدلي.

سرچینې زیاته کړې، په یاده ناسته کې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او دغه شان په ټرانزیټي لارو کې د پرتو ستونزو په حل بحث شوی دی.

په دغه ناسته کې افغان پلاوي مقابل لوري ته په تاشکند کې د افغان سوداګرو ستونزې ورسولي او د حل کېدو په برخه کې یې ژمنې هم شوي.

دغه شان په ازبکستان کې مېشتو افغان پانګوالو د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نه غوښتې، چې په افغانستان کې پانګونې لپاره زیاتې اسانتياوې رامنځته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي