د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، طالبان په خپله د بندیزونو د دوام لامل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن امیري په تازه مرکه کې زیاته کړې، د طالبانو تګلارې او اعمال په خپله د دې لامل شوي چې په دوی باندې بندیزونه او سزاوې په خپل ځای پاتې وي.
نوموړې زیاته کړې، افغان ښځې له جنسیتي تبعیض سره مخې دي او د نړۍ په هېڅ یوه اسلامي هېواد کې له ښځو سره هغسې چلند نه کېږي چې طالبان یې ورسره کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل