۰

د ترکي پولیسو په ډزو ۱۳ افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۴
راپورونه وايي، ترکي پولیسو د افغان کډوالو پر یوه بس موټر ډزې کړې، چې له امله یې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ترکي پولیسو په ډزو ۱۳ افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې
راپورونه وايي، ترکي پولیسو د افغان کډوالو پر یوه بس موټر ډزې کړې، چې له امله یې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي رسنیو ویلي، دغه پېښه د تېرې یکشنبې په ورځ د ترکیې د وان ایالت په سرای ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د رسنیو د راپورونو پر اساس د ترکي پولیسو په ډزو کې یو افغان ماشوم وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

په خواله رسنیو د ټپيانو او وژل شویو کسانو ویډیو هم خپره شوې ده، چې په کې د یوه ماشوم مړی او څور نور ماشومان او ښځې ټپیانې دي.

په ویډیو کې ښکاري، چې یوه ښځه د ماشوم سر ته ناسته ده او په دري ژبه خبرې کولي.

ترکیې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو په وړاندې شرایط سخته کړي.
 
د راپورونو له مخې له ایرانه په ور اوښتونکو ناقانونه افغان کډوالو ان مخامخ ډزې کوي او که ژوندي لاسته ورشي په وهلو وهلو یې له خپلې خاورې باسي یا د پناه غوښتونکو توقیف ځایونو/کمپونو ته بیايي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي