۰

پاکستان افغان جلغوزي په خپل نوم چین ته صادروي، چین پرې نیوکه کړې

سی شنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۵
د سوداګرۍ خونې چارواکي وایي، پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان جلغوزه په خپل نوم چین ته صادروي، چې دغه کار چین ناراضه کړی دی.
پاکستان افغان جلغوزي په خپل نوم چین ته صادروي، چین پرې نیوکه کړې
د سوداګرۍ خونې چارواکي وایي، پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان جلغوزه په خپل نوم چین ته صادروي، چې دغه کار چین ناراضه کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه خونې مشر خان جان الکوزي ویلي، په وروستیو کې د هوايي د هلیزونو له بندېدو سره یوازې پاکستان ته افغان جلغوزي صادرېږي.

ښاغلي الکوزي ویلي،پاکستان بیا دا جلغوزي تر پروسس وروسته په خپل نامه چین ته صادروي، چې دې مسئلې چین خواشینی کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چین له پاکستان نه غوښتي چې د افغانستان جلغوزي دې په خپل نامه نه صادروي.

الکوزي پر افغان حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره هوایي دهلیزونه فعال کړي څو افغان محصولات د افغانانو په نامه نورو هېوادونو ته صادر شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ژمنه کړې چې هېواد به یې له افغانستان څخه د وچې او تازه میوې صادرات ډېر کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان اړوند ادارو سره به کار کوي، څو چین ته د افغانستان د وچې او تازه میوې د صادرولو لپاره زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې ښاغلي متقي ویلي، چین مسوولیت لري چې د افغانستان او چین تر منځ د هوا او ځمکې له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي، څو پر جلغوزو سربېره، چین ته د افغانستان د زعفرانو، بادامو او انارو د لېږد زمینه هم برابره شي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، هڅه دا ده څو چین ته د افغان توکو د صادراتو د زیاتوالي په موخه اړوند افغان ارګانونه له چینايي لوري سره نږدې او اغېزناکې دوه اړخیزې ناستې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي