سیمه ییز چارواکي او پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان د پوځ په یوه موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی او ۱۰ سرتېري یې ټپیان کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبرله مخې برید له ډېورنډ کرښې پورې غاړې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پر کاروان شوی دی.
راپورونو کې د چارواکو په حواله ویل شوي د پوځيانو یو کاروان له میرعلي - میرانشاه ته روان و، چې ښادي مارکېټ ته نږدې پرې یوه موټرسایکل سپاره ځانمرکي برید وکړ.
پاکستاني رسنۍ وايي، په دغه برید کې ۱۰ سرتېري ټپیان شوي، چې د دو تنو روغتیايي حالت نازک دی او د بنو پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه ددغه برید مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم د پاکستان پوځ هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا برید داسې مهال شوی چې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د دغه هېواد حکومت سره تر نامالومې نیټې اوربند اعلان کړی.
جمهورخبري آژانس:کابل