۰

شهدا او معلولینو ته په یوه وار د شپږو میاشتو معاش ورکول کېږي

سی شنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۴
د افغانستان د شهدا او معلولینو چارو وزارت د شهداو، معلولینو او معیوبینو کورنیو ته په یوه وار د شپږ میاشتني معاش د ورکړې لړۍ پیل کړه.
شهدا او معلولینو ته په یوه وار د شپږو میاشتو معاش ورکول کېږي
د افغانستان د شهدا او معلولینو چارو وزارت د شهداو، معلولینو او معیوبینو کورنیو ته په یوه وار د شپږ میاشتني معاش د ورکړې لړۍ پیل کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت مرستیال مولوي عبدالحکیم حقاني نن په یوه خبري ناسته کې و ویل، چې دغه لړۍ له تېرو دوه نیمو اونیو راهیسې پیل شوې او هر کس ته د طرحې مطابق پیسې ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو سره د مرستې په خاطر ۱۳.۵ میلیارده افغانۍ بودجه ځانګړې شوې او د ورکړې لړۍ یې روانه ده.

د ښاغلي حقاني په وینا دوی د تېر نظام د وژل شویو او معلولو کسانو د ثبت لړۍ هم پیل کړې، چې تر اوسه پورې تر یو لک زیات کسان ثبت شوي دي.

حقاني زیاته کړه، دوی د معاش یا مرستې د ورکړې په برخه کې د تېرنظام او اوسني نظام د اړونده کسانو تر منځ توپیر نه کوي او ټولو ته به دغه پیسې ورکول کېږي.

په ورته وخت کې نوموړي دا هم و ویل، چې په تېر نظام کې ډېری داسې کسان و، چې خیالي و او ان ځینو یې دوه یا درې کارتونه هم درلودل، خو په وینا یې دوی دغه موارد چڼ کړي او تر یو لک زیات داسې کسان یې ایستلي، چې د مرستې وړ نه وو.

دی وایي، د معلولینو او معیوبینو د چاڼ لړۍ نېږدې پای ته رسېدلې او د شهیدانو په اړه لا هم کار روان دی تر څو په دې برخه کې هم پوره شفافیت رامنځ ته شي.

ده و ویل، د امارت په ارتګ سره تر اوسه پورې ۱۱۲۳۱۸ معلیولین لېست برابر شوی دی، چې تولو ته به په یوه وار د شپږو میاشتو امتیازات ورکړل شي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه، چې دوی د ټولو شهداو او معلولینو کورنیو ته د نمرو د وېش په اړه هم هڅې پیل کړې او ان د امارت مشر ته یې هغوی ته د ښارکوټي جوړولو طرحه وړاندې کړې، چې د امیرالمومنین له خوا تصویب شوې او اړونده ادارو ته سپارل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي