پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه هېواد د اقتصادي همغږۍ کمېټې تازه پرېکړه کړې چې د یوه کال لپاره به له افغانستان د ډبرو سکاره واردوي او دا سکاره به د ډالرو پر ځای په کلدارو پېري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټې زیاته کړې، چې د اقتصادي ودې لپاره باید ډالر وساتل شي او په محلي پیسو کاروبار وشي.
تر دې وړاندې د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف هم سوداګرو ته امر کړی و، چې د افغانستان د ډبرو سکاره په کلدارو وارد کړي.
پاکستان دمګړی د انرژۍ له سخت کمښت سره مخ دی او هڅه کوي د افغانستان له ډبرو سکرو په استفاده خپلې اړتیاوې پوره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل