یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ويلي، پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له کبله ۳۶۲ زره کسان اغېزمن شوي چې ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې زیاته کړې، ياد شمېر کسان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
افغانستان کې د يونيسف استازي محمد ايويا وايي، زلزله ځپلو ته يې په راتلونکو دريو مياشتو کې د مرستو رسولو هر اړخيز پلان جوړ کړی دی.
ملګرو ملتونو زیاته کړې، په لومړي ګام کې د خلکو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو هڅه کېږي او وروسته به يې د کورنو د جوړولو او اوږدمهالو اړتياوو د پوره کولو لپاره اقدام وشي.
په ورته مهال د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د زلزلې له کبله په خوست او پکتيکا کې د ټپي شويو کسانو شمېر ۶۰۸۳ تنو ته رسېدلی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان د تازه ارقامو په خپرولو سره ويلي، تېره اونۍ ۱۴۰۴ تنه ټپيان نوي روغتونونه ته ور وړل شوي خو څوک مړه شوي نه دي چې په دې توګه د زلزلې د قربانيانو شمېر ۱۰۳۶ او د ټپيانو هغه بيا ۶۰۸۳ تنه دی.
جمهورخبري آژانس