پخواني ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې د افغانستان پر مخکني ولسمشر محمد اشرف غني نیوکه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي ویلي، چې ښاغلي اشرف غني په خپل تګ سره افغانستان زیانمن کړ.
نوموړي له العربیه تلویزیون سره په مرکه کې زیاته کړې، د اشرف غني په تګ سره په افغانستان کې سترې ستونزې رامنځ ته شوې او هغه داسې یوه پرېکړه وکړه چې افغانستان یې زیانمن کړ.
د ښاغلي کرزي په وینا د هغه په تګ سره نړیوالې ټولنې پر افغانستان بندیزونه ولګول، شتمني کنګل شوه، اردو او پولیس له منځه لاړل او یو منظم اداري سیستم زیانمن شو.
کرزي د نوي حکومت په اړه ویلي، دوی (طالبان) باید داخلي مشروعیت تر لاسه کړي او د ټولو خلکو تایید له ځان سره ولري.
پخواني ولسمشر کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې دا هم ویلي چې واک ته د رسېدو او څوکۍ لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري او غواړي چې د یوه عادي افغان په توګه په خپل هېواد کې ژوند وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل