۰

د افغانستان بانک نن ۱۱ میلیون ډالر لیلاموي

چهارشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۸
ټاکل شوې د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت او ثبات ساتلو لپاره نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۵ مه ۱۱ میلیون ډالر لیلام کړي.
د افغانستان بانک نن ۱۱ میلیون ډالر لیلاموي
ټاکل شوې د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت او ثبات ساتلو لپاره نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۵ مه ۱۱ میلیون ډالر لیلام کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان بانک په خپله ټویټرپاڼه کې له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینې ویلي، داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د افغانستان بانک له څو میاشتو راهیسې د افغانیو د ارزښت د ثابت ساتلو لپاره هره میاشت څو ځلې په لسګونو ميلیون ډالرو لیلاموي.

د افغانستان بانک داسې مهال د ډالرو د ليلام خبره کوي چې په دې وروستيو کې د نفتي او خوراکي توکو بيې تر بل هر وخت لوړې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي