د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د کندهار ولایت د یوه روغتیایي مرکز د پرانستلو خبر ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې کمېشنرۍ ویلي، چې دغه روغتیايي مرکز یې د کندهار په اعظم کلا کې پرانستی دی.
سرچینې په یوه ټوېټ کې زیاته کړې، چې دغه روغتیايي مرکز به په دې سیمه کې ۴۳۰۰ تنو کورنیو بې ځایه شویو ته روغتیايي خدمات سرته رسوي.
یو ان ایچ سي ار ویلي، دا مرکز په سولري یا لمریزې برېښنا سمبال دی چې ناروغانو ته ښه امکانات برابروي.
جمهورخبري آژانس:کابل