۰

سور صلیب: نیمايي افغانستان له بشري ناورین سره مخ دي

چهارشنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۱
د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې په افغانستان کې ژوند ورځ تر بلې سختېږي او د دغه هېواد کابو نیمايي وګړي له بشري ناورین سره مخ دي.
سور صلیب: نیمايي افغانستان له بشري ناورین سره مخ دي
د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې په افغانستان کې ژوند ورځ تر بلې سختېږي او د دغه هېواد کابو نیمايي وګړي له بشري ناورین سره مخ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې کمیټې پر خپل ټویټر دغه راز لیکلي، د افغانستان نیمايي وګړي له بشري ناورین سره لاس او ګریوان دي.

سرچینې زیاته کړې، نړۍ باید افغانستان هېر نه کړي، ځکه افغانان سختو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

سره صلیب زیاته کړې، تر ټولو خواشینونکې خبره دا ده چې د ورځې په سلګونو ماشومان او ښځې د مرستو د تر لاسه کولو لپاره سړکونو ته راوځي.

سور صلیب نړیوالې کمیټې پر نړیوالو بشرپاله ادارو او دغه راز د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی دی چې له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم د افغانستان په اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې ویلي یې دی، چې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې اوسنۍ مرستې کافي نه دي او نړۍ باید له دغه هېواد سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي