۰

د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اوریزه جام ګروپونه اعلان کړل

سی شنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۷
د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي د راتلونکي شل اوریز جام د لومړي او دویم پړاو څلور ګروپونه اعلان کړل، چې افغانستان په دویم یا سوپر ګروپ کې دي.
د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اوریزه جام ګروپونه اعلان کړل
د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي د راتلونکي شل اوریز جام د لومړي او دویم پړاو څلور ګروپونه اعلان کړل، چې افغانستان په دویم یا سوپر ګروپ کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې شورا نن سه شنبې د چنګاښ ۲۸ مه دغه ګروپونه اعلان کړي دي.

د ای سي سي د اعلان پر اساس افغانستان په A  ګروپ کې له استرالیا، انګلستان او نیوزیلنډ سره دی او په B ګروپ کې بیا هند، پاکستان، سویلي افریقا او بنګلدېش دي.
 
په لومړي ګروپ کې بیا سریلانکا، نیمیبیا، نیدرلنډ او متحده عربي امارات دي، او په بل ګروپ کې بیا ویسټ انډیز، زمبابوې، ایرلنډ او سکاټلېنډ دي.
 
د لومړي رونډ لوبډلې به خپلو منځو کې سره لوبېږدي او له دواړو څخه به بیا دوه د سر ډلې د دویم رونډ یا سوپر لوبډلو له ګروپونو سره یو ځای کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي