د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی دی

29 سرطان 1401 ساعت 14:05

د هوا پېژندنې ادارې سبا او بل سبا د افغانستان لسو ولایتونو کې د باران او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی.


د هوا پېژندنې ادارې سبا او بل سبا د افغانستان لسو ولایتونو کې د باران او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه ولایتونو کې نورستان،بدخشان، کونړ،لغمان، ننګرهار، پکتیا، ، پکتیکا، لوګر، خوست، غزنی او زابل شامل دي.
 
د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې نن چهارشنبه چنګاښ ۲۹ویلي، د ورښت کچه به په بیلابیلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي متر پوري وي.
 
یادې ادارې زیاته کړې، مزارشریف، کندز، هرات،‌ فراه، نیمروز، هلمند، کندهار او ارزگان، ولایتونو کې د تند باد او دوړو اټکل شوی چې د سرعت کچه به په بیلابیلو نقاطو کې په ساعت کې له ۲۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره پوري وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152608

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152608/

جمهور
  https://www.jomhornews.com