۰

مشهور او وتلی طالب قوماندان پیرآغا په ترافیکي پېښه کې ومړ

سی شنبه ۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۶
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه، چې د امارت یو مشهور او نوموتی قوماندان پیرآغا په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
مشهور او وتلی طالب قوماندان پیرآغا په ترافیکي پېښه کې ومړ
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه، چې د امارت یو مشهور او نوموتی قوماندان پیرآغا په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجاهد ویلي، پيرآغا تېره شپه (د زمري ۳ مه) د غزني ولایت اړوند سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی دی.

د ښاغلي مجاهد په وینا پرآغا چې د مبارزانو او جهادګرانو له ډلې یو د وړتیا وړ قوماندان و، له حج څخه راغلی او د کور پر خوا د حرکت په حال کې و، چې په ترافیکي پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

مجاهد وايي، پیرآغا په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکايي اشغال په وړاندې د جهاد د سرسختو مبارزینو څخه و، چې خپله دنده یې د اسلامي امارت د مشرتابه تر رهبرۍ لاندې په ښه توګه تر سره کړه.
 
باید و ویل شي، چې پرآغا د اسلامي امارت د چټک غبرګون ځواکونو د قوماندانانو له ډلې و، چې د افغانستان په جنوب کې یې فعالیت درلود.

ویل کېږي پرآغا د خپلې زړورتیا له امله د اسلامي امارت د مخکني مشر ملا منصور پام هم ځان ته اړولی و او هغه د داعش پر وړاندې مبارزه کې د خپل غچ اخیستونکي کفیل په توګه ټاکلی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي