سیمه ییز چارواکي وايي، بامیانو ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون د زمري ۷ مه بند امیر ته په غځېدلې لار دشت خم سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د بامیانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه کې چې د دوه کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، ۹ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
اعلامیه کې په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، چې څو تنه وژل شوي خو وايي ټپیان د بامیان ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل