۰

کابل کې راکټ لګېدلی، خو مرګ ژوبله نه لري

یکشنبه ۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۲
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل ښار کې یو راکټ لګېدلی خو مرګ ژوبله نه لري.
کابل کې راکټ لګېدلی، خو مرګ ژوبله نه لري
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل ښار کې یو راکټ لګېدلی خو مرګ ژوبله نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له نامعلوم لوري توغول شوی راکټ نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار په شېرپور سیمه کې پر یوه کور لګېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، راکټ په یوه خالي کور لګېدلی او مرګ ژوبله نه لري.

یاد وزارت په دې اړه چې راکټ له کوم لوري توغول شوی معلومات نه دي ورکړي او نه هم د دغه برید مسوولیت چا اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ هم د کابل د کرکټ په لوبغالي کې د شپږیزې لوبې پر مهال چاودنه وشوه، چې دوه تنه په کې شهیدان شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي وو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي