کابل کې راکټ لګېدلی، خو مرګ ژوبله نه لري

9 اسد 1401 ساعت 10:42

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل ښار کې یو راکټ لګېدلی خو مرګ ژوبله نه لري.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل ښار کې یو راکټ لګېدلی خو مرګ ژوبله نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له نامعلوم لوري توغول شوی راکټ نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار په شېرپور سیمه کې پر یوه کور لګېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، راکټ په یوه خالي کور لګېدلی او مرګ ژوبله نه لري.

یاد وزارت په دې اړه چې راکټ له کوم لوري توغول شوی معلومات نه دي ورکړي او نه هم د دغه برید مسوولیت چا اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ هم د کابل د کرکټ په لوبغالي کې د شپږیزې لوبې پر مهال چاودنه وشوه، چې دوه تنه په کې شهیدان شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي وو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152946

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152946/

جمهور
  https://www.jomhornews.com