زابل او بلخ کې ترافیکي پېښو ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

9 اسد 1401 ساعت 12:05

سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، زابل او بلخ ولایتونو کې د دوه ترافیکي پېښو له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، زابل او بلخ ولایتونو کې د دوه ترافیکي پېښو له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې زابل کې ترافیکي پېښه نن یکشنبې د زمري ۹ مه رامنځ ته شوې او بلخ کې بیا پرون ناوخته شوې ده.

د زابل ځايي چارواکي وايي، د نورک اړوند سیمه کې سراچه ډوله او ټېلر موټرو ټکر کړی او یاده پېښه رامنځ ته شوې ده.

روغتیايي چارواکي وایي، په دغه پېښه کې څلور تنه وژل شوي، چې درې نارینه او یوه ښځه ده.

بل خوا د بلخ شولګرې ولسوالۍ کې هم د ترافیکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
 
ځايي چارواکي وايي، دغه ترافیکي پېښه پرون مازدیګر د کورلا ډوله او بار وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
 
د دوی په وینا د پېښې ټپيان روغتون ته لېږل چې د ځینوروغتیايي حالت نازک دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152949

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152949/

جمهور
  https://www.jomhornews.com