۰

امریکا د افغانستان لپاره نوې شارژدافیره ټاکلې ده

دوشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۸
په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت اوسني مشر په یوه ټوېټ پيغام کې ویلي چې په دې سفارت کې یې ماموریت پای ته رسېدلی دی.
امریکا د افغانستان لپاره نوې شارژدافیره ټاکلې ده
په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت اوسني مشر په یوه ټوېټ پيغام کې ویلي، چې په دې سفارت کې یې ماموریت پای ته رسېدلی دی.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یان مک کاري ویلي، چې د ده پر ځای مېرمن کرن ډېکر د سفارت شارژدافیره ټاکل شوې ده.

یان مک کاري زیاته کړې، چې په خپله کاري موده کې يې ډېرې لوړې ژورې لیدلي دي او له افغان لوري سره یې په دوحه کې پر ګڼو مسایلو خبرې کړې دي.

دی وايي، د ښوونځيو په مسئله کې خواشینی دی او پر افغان لوري غږ کوي چې له نړیوالو سره د تعامل لپاره باید د هر افغان نظر ته درناوی وکړي او د نړیوالې ټولنې قوانین دې ومني.

د یادونې ده، چې مېرمن کرن ډېکر په افغانستان کې د ديپلوماتیک ماموریت اوږده مخینه لري او په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیاله هم وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي