امریکا د افغانستان لپاره نوې شارژدافیره ټاکلې ده

10 اسد 1401 ساعت 9:58

په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت اوسني مشر په یوه ټوېټ پيغام کې ویلي چې په دې سفارت کې یې ماموریت پای ته رسېدلی دی.


په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت اوسني مشر په یوه ټوېټ پيغام کې ویلي، چې په دې سفارت کې یې ماموریت پای ته رسېدلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یان مک کاري ویلي، چې د ده پر ځای مېرمن کرن ډېکر د سفارت شارژدافیره ټاکل شوې ده.

یان مک کاري زیاته کړې، چې په خپله کاري موده کې يې ډېرې لوړې ژورې لیدلي دي او له افغان لوري سره یې په دوحه کې پر ګڼو مسایلو خبرې کړې دي.

دی وايي، د ښوونځيو په مسئله کې خواشینی دی او پر افغان لوري غږ کوي چې له نړیوالو سره د تعامل لپاره باید د هر افغان نظر ته درناوی وکړي او د نړیوالې ټولنې قوانین دې ومني.

د یادونې ده، چې مېرمن کرن ډېکر په افغانستان کې د ديپلوماتیک ماموریت اوږده مخینه لري او په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیاله هم وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152965

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152965/

جمهور
  https://www.jomhornews.com