د افغان او ایراني پوله ساتو تر منځ نښته، دواړو لورو غونډه کړې

10 اسد 1401 ساعت 10:16

د افغانستان نیمروز ولایت سره پر پوله د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو تر منځ تر نښتې وروسته د دواړو هېوادونو استازو غونډه کړې ده.


د افغانستان نیمروز ولایت سره پر پوله د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو تر منځ تر نښتې وروسته د دواړو هېوادونو استازو غونډه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون یکشنبې د زمري ۹ مه ناوخت مهال د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د افغان پوله ساتو او ایراني ځواکونو تر منځ درنه نښته وشوه، چې څو ساغته یې دوام وکړ.

راپورونه وايي، په دغه جګړه کې یو افغان سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي، خو د ایراني لوري په اړه معلومات نشته.

معلومه نه ده، چې جګړه په څه رامنځ ته شوې، خو دواړه لوري یو بل تورنوي، چې جګړې ته لمن وهي.

د راپورونو پر اساس جګړه ډېره شدیده وه، ان درنې وسلې په کې کارېدلې او له نورو ولایتونو هم افغان ځواکونه پولې ته رسېدلي وو.

که څه هم افغان لوري تر اوسه د جګړې په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د جګړې پخلی کړی دی.

قمي ویلي، تر جګړې وروسته د دواړو هېوادونو استازو په هلمند ولایت کې ګډه ناسته کړې او د ده په وینا چې د افغانستان دفاع وزارت خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې له جګړې لاس واخلي.

د قمي په وینا په دغه ناسته کې د کډې کمېتې په جوړېدو هوکړه شوې تر څو په راتلونکې کې د ورته نښتو مخنیوی وشي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم څو ځلې د افغان او ایراني پوله ساتو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152968

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152968/

جمهور
  https://www.jomhornews.com