په یوه اوونۍ کې له کانونو او تېلو ۲ سوه میلیون افغانۍ عاید تر لاسه شوی

10 اسد 1401 ساعت 10:34

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي، د یوې اوونۍ په ترڅ کې د کانونو او تېلو له درکه ۲۰۰ میلیون افغانۍ عواید تر لاسه شوی دی.


د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي، د یوې اوونۍ په ترڅ کې د کانونو او تېلو له درکه ۲۰۰ میلیون افغانۍ عواید تر لاسه شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کانونو او پترولیم وزارت ویلي، په یوه اوونۍ کې د ۲۰۰ میلیون افغانۍ یا درې اعشاریه نهه میلیون ډالر عاید تر لاسه کول یو بې ساری کار دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپور په اساس تېره میاشت کې افغان حکومت د کانونو له درکه ۱۸۴ میلیونه افغانۍ عاید ټول کړی وو.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152971

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152971/

جمهور
  https://www.jomhornews.com