د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره:

 هڅه کوو د افغانستان اقتصاد بېرته په پښو ودروو

10 اسد 1401 ساعت 11:05

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې یا یو ان ډي پي مشر عبدالله ال درداري وايي، دغه اداره د افغانستان د اقتصادي بیارغونې لپاره کار کوي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې یا یو ان ډي پي مشر عبدالله ال درداري وايي، دغه اداره د افغانستان د اقتصادي بیارغونې لپاره کار کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي درداري دغه څرګندونې د خلیج د همکارۍ سازمان (GCC) د غړو هېوادونو په غونډه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، یو ان ډي پي د وړو کاروبارونو او په سیمه‌ ييزه کچه د ښځو او نارينه وو له کاروباره په ملاتړ سره د افغانستان اقتصادي وضعيت د ودې په لټه کې دی.

درداري خلیجي هېوادونو ته په خپل پیغام کې ویلي، په افغانستان کې له ستونزو او ننګونو سره سره دغه هېواد په ناهیلي حالت کې نه دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې اقتصادي بیارغونه هغه څه دي چې د دوی د کاري اجنډا په سر کې ځای لري.

ده ویلي« یو ان ډي پي خپلې هڅې پیل کړې چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت بېرته ښه کړي، هغه هم د ټولنې د فعالیتونو د کچې د لوړولو، د کوچنیو کاروبارونو او د ښځو د سوداګریو نه په ملاتړ، څو ډاډمن شو چې سیمه ‌يیز جوړښت د اقتصادي بیا رغونې لپاره اجازه ورکوي.»

د هغه په وینا د ملګرو ملتونو پراختيايي اداره غواړي له دوى سره په ګډه کار وکړي او په خبره يې د يادو هېوادونو خصوصي مرستو ته اړتيا لري.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په پیغام کې راغلي چې افغانستان کې خلکو د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ راهیسې اوه لکه کسانو دندې له لاسه ورکړي او افغانستان د ۲۰ سلنه اقتصادي ځوړ شاهد دی.

عبدالله ال درداري په دې پیغام کې د خپلو خبرو په دوام  زیاته کړې، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې باید په افغانستان کې ۱۲ میلیونه دندې پيدا شي څو بېرته هغه اقتصادي حالت ته دا هېواد ورسول شي چې په ۲۰۱۵ کال کې وو.

د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې د استازي په پيغام کې ویلي، دوی باور لري چې په دریو کلونو کې به د یوې چټکې ستراتېژۍ پر اساس، دوه میلیونه افغان نارینه او ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152975

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152975/

جمهور
  https://www.jomhornews.com