کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وايي، هېواد یې چمتو دی، چې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اوکادا دغه څرګندونې د افغانستان د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې دي.
د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د جاپان له لوري تمویلېدونکې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اوکادا دغه راز زیاته کړې چې دوی چمتو دي، څو د سرې میاشتې له لارې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله له زیانمنو شوو خلکو سره اړینې مرستې وکړي.
په ورته وخت بیا شاغلي عبدالکبیر د جاپان له مرستو د مننې ترڅنګ د دغو مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې جاپان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د خپلو پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی و.
جمهورخبري اژانس:کابل