اسلامي امارت:

د امریکا وروستۍ برید د دوحې د تړون او ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی

11 اسد 1401 ساعت 9:02

د افغانستان اسلامي امارت کابل کې د امریکا وروستۍ راکټي برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د دوحې د تړون او ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.


د افغانستان اسلامي امارت کابل کې د امریکا وروستۍ راکټي برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د دوحې د تړون او ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د تېرې شنبې د زمري ۸ مه د افغانستان پلازمېنې کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور راکټ ولګېده، چې هغه مهال امنیتي چارواکو ویل به برید کې هېچا ته زیان نه دی رسېدلی.

خو تر دغه برید دوه ورځې وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن و ویل، چې دغه برید د امریکا پوځ کړی او په کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.

خو د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد دغه برید په کلکه غندلی او دا یې د دوحې د تړون او ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف عمل بلل دی.

ښاغلي مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د لومړۍ میاشتې په دوهمه نېټه د کابل ښار په شېرپور سیمه کې په یوه مسکوني کور هوای برید ترسره شو، چې په لومړیو کې د پېښې نوعیت څرګند نشو.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت امنیتي او استخباراتي ارګانونو د پېښې پلټنه وکړه او په خپلو ابتدائيي تحقیقاتو کې يې دا ومونده چې یاد برید د امریکايي ډرون الوتکو له لوري ترسره شوی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي، دا برید که په هره پلمه شوی وي د افغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او د بین المللي اصولو او د دوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي.

د هغه په وینا دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون دوشنبې د زمري ۱۰ مه اعلان وکړ، چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د افغانستان پلازمېنه کابل کې د امریکا د پوځ په یوه برید کې وژل شوی دی.

نوموړي ویلي، دغه برید د ده په امر شوی او د الظهواري په وژل کېدو سره عدالت پر ځای شو.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې دوی به اجازه ورنه کړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152992

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152992/

جمهور
  https://www.jomhornews.com