امریکا کې افغان خبریالانو یو نوی تلوېزیون تاسیس کړ

11 اسد 1401 ساعت 9:26

امریکا کې ځینو تازه کډوالو افغان خبریالانو د آمو په نوم د یوه نوي تلوېزیون د پیل خبر ورکړی دی.


امریکا کې ځینو تازه کډوالو افغان خبریالانو د آمو په نوم د یوه نوي تلوېزیون د پیل خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تلوېزیون، چې امو نومېږي د لطف الله نجفي زاده او سمیع مهدي له خوا جوړ شوی دی.

نجفي زاده د دغه تلوېزیون د تاسیی په اړه ویلي، دا درک کولای شو چې په افغانستان کې تېر یو کال د مطبوعاتو د ازادي له پلوه وضعیت ډېر ښه نه و.

خو په وینا یې دوی به هڅه وکړي، چې په بې پرې او خپلواکه توګه له سیاسي او مالي نفوذ پرته د افغانستان پېښو او تحولاتو ته د ژورنالیزم د نړیوالو اصولو سره سم پوښښ ورکړي.

نجفي زاده وایي، دمګړۍ یې دوه غیرسیاسي امریکایي بنسټونه مالي ملاتړ کوي خو دا ملاتړ یې د لنډ وخت لپاره دی.

د هغه په خبره دا تلوېزیون به په پښتو، دري او انګریزي ژبو باندې انلاین خپرونې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152993

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152993/

جمهور
  https://www.jomhornews.com