د ۴۰ میلیون ډالرو مرستو بله کڅوړه کابل ته راورسېده

11 اسد 1401 ساعت 13:50

د افغانستان بانک چارواکي وايي، د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو بله نغده کڅوړه کابل ته را ورسېده.


د افغانستان بانک چارواکي وايي، د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو بله نغده کڅوړه کابل ته را ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان بانک د اعلامیی له مخې دا په روانه اونۍ کې دویمه کڅوړه ده چې افغانستان ته راځي او یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.

د سرچینې په وینا دغه مرسته نن سه شنبې د زمري ۱۱ مه کابل ته رسېدلې او چارواکو ته سپارل شوې ده.

د یادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د ۴۰ میلیون ډالرو مرستې یوه کڅوړه کابل ته را رسېدلې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153007

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153007/

جمهور
  https://www.jomhornews.com