سیګار: افغانستان کې لوږ مخ پر زیاتېدو ده

12 اسد 1401 ساعت 12:55

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا ځانګړي پلټونکي يا سيګار یو ځل بیا ویلي، چې په راتلونکو مياشتو کې ښايي ميليونونه افغانان له لوږې سره مخ شي.


د افغانستان پر بیارغونې د امریکا ځانګړي پلټونکي يا سيګار یو ځل بیا ویلي، چې په راتلونکو مياشتو کې ښايي ميليونونه افغانان له لوږې سره مخ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیګار په تازه راپور کې ادعا کړې چې له خرابيدونکي وضعيته تر ټولو ډير زيان مېرمنو ته اوښتی دی.

د سيګار دې درې مياشتنۍ ارزونې د نړيوالو مرسته رسوونکو ادارو هغه ادعا هم ثابته کړې چې ويلي يې وو، افغانستان کې د فقر کچه په بې ساري توګه لوړه شوې او بشري وضعيت په خورا چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو په ګډون ګڼو مرستندويو ادارو د وضعيت د لا خرابېدو د مخنيوي لپاره د مرستو د ډيريدو غوښتنه کړې، هغه غوښتنه چې مرسته کوونکو ادارو ورته د پام وړ پاملرنه نه ده کړې.

راپورونه وايي، دا مهال افغانستان کې نږدې ۱۹ ميليونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي، په داسې حال کې چې سيګار بيا شته امکاناتو ته په پام ويلي تر نومبر مياشتې پورې ايله اته سلنه اړمنو افغانانو ته مرسته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 153030

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153030/

جمهور
  https://www.jomhornews.com