کارته سخي کې جګړه د څلور داعشیانو په وژل کېدو پای ته رسېدلې

13 اسد 1401 ساعت 9:14

امنیتي چارواکي وايي، د کابل د دریمې حوزې اړوند کارته سخي سیمه کې جګړه د ۴ داعشیانو په وژل کېدو پای ته رسېدلې ده.


امنیتي چارواکي وايي، د کابل د دریمې حوزې اړوند کارته سخي سیمه کې جګړه د ۴ داعشیانو په وژل کېدو پای ته رسېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون چهارشنبې د زمري ۱۲ مه غرمه مهال د کابل ښار د دریمې حوزې اړوند کارته سخي سیمه کې امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات درلودل.

د امنیتي چارواکو په وینا د عملیاتو پر مهال له سخي ټاور څخه پر امنیتي ځواکونو ډزې شوې، چې ورسره سم نښته رامنځ ته شوه.

د چارواکو په وینا څو تنه داعشیان دغه ټاور ته ختلي و او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه کوله.

دغه جګړې څو ساعته دوام وکړ، چې د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ په وینا جګړه ځکه اوږده شوه، چې امنیتي ځواکونو له احتیاط نه کار اخیست تر څو ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي.

د افغان حکومت مرکزي ویاند امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې د داعش خوراجو پر یوه پتځای عملیات وکړل.

نوموړي زیاته کړې، چې د عملیاتو په ترڅ کې څلور واړه داعشیان له منځه وړل شوي دي او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.

د هغه په وینا داعشیانو غوښتل، د محرم په ورځ په اهل تشیع هېوادوالو برید وکړ، خو امنیتي ځواکونو یې له وړاندې پلان شنډ او له منځه یې یووړل.

مجاهد د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې په دغه عملیاتو کې دوه پولیس چې یو نارینه او یوه ښځینه وه، وژل شوي او څلور نور پولیسان ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153053

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153053/

جمهور
  https://www.jomhornews.com