۰

پاکستاني پولیسو لسګونه افغانان نیولي دي

شنبی ۱۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۲
پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په سیند ایالت کې لسګونه افغانان نیولي او بندیان کړي یې دي.
پاکستاني پولیسو لسګونه افغانان نیولي دي
پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په سیند ایالت کې لسګونه افغانان نیولي او بندیان کړي یې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیند د پولیسو ویلي، دغه افغانان یې د دې ایالت په ملیر سیمه کې د غیرقانوني کډوالۍ په تور نیولي او زنداني کړي یې دي.

راپورنه وايي، په نيول شويو کسانو کې اکثريت کوچني ماشومان او ښځې دي، چې په پېښور او کوهاټ کې خپلو کورونو ته روان وو او ځينو ته بيا په افغانستان کې توصیه شوې چې په پاکستان کې درملنه وکړي.

د بنديانو د را خوشې کولو لپاره د عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او مدني فعالانو خپلې هلې ځلې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه اونۍ مخکې هم پاکستانیو پولیسو په بلوچستان ایالت کې د یوې ناوې په ګډون شاوخوا ۲۴۵ افغانان نیولي وو، چې وروسته یې بیا خوشې کړل.

دغه کسان هغه مهال ونیول شول چې له کراچۍ څخه د سړک له لارې په بسونو کې پېښور ته روان وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي