۰

افغان حکومت پر غزه د اسرائیلو هوايي بریدونه وغندل

شنبی ۱۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۲
د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین پر غزه ښار د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونه په کلکه غندلي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
افغان حکومت پر غزه د اسرائیلو هوايي بریدونه وغندل
د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین پر غزه ښار د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونه په کلکه غندلي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسرائیلو هوایي ځواکونو پرون جمعه د زمري ۱۴ مه په غزې کې څو ځله هوایي بمبارۍ کړې او د یو جګپوړي وسله وال په ګډون یې ۱۰ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپي کړي دي.

اسرائیل وايي، په هوایي بریدونو کې اسلامي جهادي وسله والې ډلې  په نښه شوي.

د اسرائیل په هوایي برید کې د غزې په ښار کې یوه اوه پوړیزه ودانۍ لګیدلې.

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې یوه پنځه کلنه ماشومه او یوه ۲۳ کلنه میرمن وژل شوې او ۵۵ نور ټپیان شوي.

اسلامي امارت پر غزه ښار د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونه په کلکه غندلي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې اعلامیې کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د اسرائیلو د وحشتونو او تیري په اړه خپل مسؤلیت ادا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي