۰

د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

یکشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۵۳
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د شوې چاودنې له امله ۲۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د شوې چاودنې له امله ۲۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون شنبې د زمري ۱۵ مه مازیګر څه باندې څلور بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند پل سوخته سیمه کې د خلکو په ګنه ګوڼه کې یوه چاودنه وشوه.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي، چاودنه په یوه ګلدان کې د اېښودل شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له رامنځ ته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې د یوه روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه پورې د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی خو تر دې وړاندې د ورته چاودنو مسوولیت داعش پر غاړه اخیست.

دا په تېرو دوه ورځو کې دویمه چاودنه کې چې کابل کې د عاشورا د مراسمو پر مهال رامنځ رامنځ ته کېږي.

تر دغه چاودنې یوه ورځ وړاندې د همدې شپږمې امنیتي حوزې اړوند سرکاریز سیمه کې هم ورته چاودنه وشوه، چې د امنیتي چارواکو په وینا ۸ تنه په کې وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د دغه چاودنې مسوولیت داعش وسله والو پر غاړه واخیست.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي