۰

په تېر یوه کال کې ۱۷۵۰۰ افغانان جرمني ته لېږدول شوي

یکشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۰۹
د الماني رسنیو د راپورونو له مخې په تېر یوه کال کې زرګونه افغانان آلمان ته لېږدول شوي دي.
په تېر یوه کال کې ۱۷۵۰۰ افغانان جرمني ته لېږدول شوي
د الماني رسنیو د راپورونو له مخې په تېر یوه کال کې زرګونه افغانان آلمان ته لېږدول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه افغانان چې اکثریتو یې له الماني حکومت سره کار کړی و، له هغه وروسته چې افغانستان ته نوی حکومت راغی له افغانستان ایستل شوي او په المان کې مېشت شوي دي.

د الماني رسنیو د راپور پر اساس په دې کې ټولټال شاوخوا ۱۷۵۰۰ کسان دي چې په دې موده کې له افغانستان ایستل شوي دي.

آلمان وایي، دوی د شاوخوا ۵ زره نورو کسانو د ایستلو او ځای پر ځای کولو پلان هم لري.

دا هغه کسان دي چې د الماني اداراتو په پروژو کې یې کار کړی دی او یا یې له الماني پوځ سره په بېلو برخو کې همکاري کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي