۰

خوست کې د پاکستان یوه څارګره الوتکه نیول شوې ده

یکشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۶
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې امنیتي ځواکونو په خوست ولایت کې د پاکستان یوه څارګره الوتکه نیولې ده.
خوست کې د پاکستان یوه څارګره الوتکه نیول شوې ده
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې امنیتي ځواکونو په خوست ولایت کې د پاکستان یوه څارګره الوتکه نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني وايي، دا الوتکه د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د طالب ځواکونو له خوا نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دا څارګره تر پېژندل ‌کېدو او نیول‌ کېدو وروسته له دوی سره ضبط ده.  

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د خوست یو شمېر اوسېدونکو د دا ډول څارګرو د ګرځېدو خبر ور ورکړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي