په زابل ولايت کې د طالبانو استېناف محکمې دوې ښځې او يو نارينه د زنا په تور د خلکو په وړاندې په درو وهلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست واييؤ د زنا په تور نيول شوى سړى نن يکشنبه د دغه ولايت د استېناف محکمې لخوا په شېخ متي سټېډيوم کې د خلکو په وړاندې ٣٩ دورې ووهل شو او په شپږ کاله بند محکوم شو.
سرچینې زیاته کړې، له دغه سړي سره د زنا په تور نيول شوې ښځه هم ٣٩ دورې وهل شوې او په دوه کاله بند محکومه شوې ده.
یاد ریاست ویلي، دویمه ښځه چې د یوه نارینه او یوې ښځې تر منځ د رابطي په تور نیول شوې وه ۲۰ درې ووهل شوه په ۶ کاله بند محکومه شوه.
د زابل د استېناف محکمې د دې ترڅنګ د غلا په تور يو تن نيول شوى کس ١٥ دورې وهلى او يوه مياشت بند محکوم کړى دی.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي، دویم کس یوازې ۲۰ درې وهل شوى دى.
جمهورخبري آژانس:کابل