د پوهنې وزارت:

د نجونو ښوونځي په نصاب کې د ستونزو له امله تړل شوي

18 اسد 1401 ساعت 7:39

د پوهنې وزارت چارواکي او سرچینې وايي، له شپږم پورته د نجونو ښوونځیو د پرانستلو د ځنډ او خنډ لامل په نصاب کې شته ستونزې دي.


د پوهنې وزارت چارواکي او سرچینې وايي، له شپږم پورته د نجونو ښوونځیو د پرانستلو د ځنډ او خنډ لامل په نصاب کې شته ستونزې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین ویلي، د نجونو د ښوونځيو په پرانیستل کېدو کې د ځنډ لامل په دې تړاو د اسلامي امارت د تګلارې جوړېدل دي.

نوموړي زیاته کړې، دوی په پلان کې لري چې د نجونو په ښوونیز نصاب کې د اخلاقو علم، د عقیدې علم، د کورني ژوند علم او د اولادونو د روزنې علم زیات کړي.

دغه چارواکي ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې یوه ورځ به د نجونو ښوونځي له بهرني فشار پرته د اسلامي شریعت په رڼا کې پرانیستل شي.

د هغه په وینا د نجونو د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل نه یوازې په پوهنې وزارت پورې اړوند دي، بلکې د اسلامي امارت په سیاست پورې هم تړاو لري.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د نجونو ښوونځي د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې پرانیستل شي.

د پوهنې وزارت دغه چارواکی یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني له شپیګل مجلې سره په مرکه کې ادعا کړې، چې افغانستان کې د نجونو ښوونخي د اسلامي احکامو پر اساس نه، بلکې د پاکستان په امر تړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153162

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153162/

جمهور
  https://www.jomhornews.com