کرزی:

امریکایانو قصدآ ملکیان وژل، اوس په ټول هېواد کې امنیت تامین دی

18 اسد 1401 ساعت 9:15

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکايي ځواکونو په افغانستان کې په قصدي توګه ملکي وګړي وژل او دا تېروتنه نه شو بللی.


پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکايي ځواکونو په افغانستان کې په قصدي توګه ملکي وګړي وژل او دا تېروتنه نه شو بللی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي په تازه مرکه کې ویلي، امریکايي ځواکونو دومره ملکیان و وژل چې نور نو پر ملکیانو برید په هېڅ صورت تېروتنه نه شو بللی.

ښاغلي کرزي د امریکا له عامه راډیو سره په مرکه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت او د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبر کړې دي.

حامد کرزي یو ځل بیا پر امریکا د ملکي وګړو د وژلو او بمبار له امله نیوکه کړې وايي، امریکایانو دومره ملکیان ووژل چې نور نو پر ملکیانو برید په هېڅ صورت تېروتنه نه شو بللی.

نوموړي ویلي«پر ملکي وګړو قصدا بریدونه کېدل او امریکا ځينې داسې ګروپونه روزلي وو چې دوی تر امریکايي عسکرو هم د افغانانو پر وړاندې ظالمانه چلند کاوه.»

ښاغلي کرزي د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې وايي، په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی، خو د خلکو اقتصاد کمزوری دی، بېکاري ډېره شوې ده، له هېواده د خلکو وتل ادامه لري چې دا هر څه د افغان ټولنې لپاره ناورین دی.

پخواني افغان ولسمشر ټینګار کړي، چې اوسنی افغان حکومت باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني، یو نماینده حکومت جوړ کړي او د افغانانو هیلې پوره کړي.

جمهورخبري آژانس:آژانس کابل
 
 


د مطلب کود: 153169

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153169/

جمهور
  https://www.jomhornews.com