جنرال پټریوس:

له افغانستان نه تېښتې ثابته کړه، چې امریکا باوري ملګری نه دی

18 اسد 1401 ساعت 9:29

پخواني جګپوړي امریکايي جنرال چې افغانستان کې یې هم د امریکايي ځواکونو مشري کړې ویلي، له افغانستان نه په بېړه د امریکايي عسکرو تېښتې د امریکا باور ته زیان رسولی دی.


پخواني جګپوړي امریکايي جنرال چې افغانستان کې یې هم د امریکايي ځواکونو مشري کړې ویلي، له افغانستان نه په بېړه د امریکايي عسکرو تېښتې د امریکا باور ته زیان رسولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال ډیویډ پټرویوس په تازه مقاله کې د افغانستان پر وړاندې د امریکا چلند غندلی او دا یې د امریکا لپاره لوی زیان بللی دی.

نوموړي پر افغانستان د امریکا اوسني بندیزونه هم په کلکه غندلي او یلي یې دي، چې له دغه هېواد نه په تېښتې سره مو نړۍ ته ثابته کړه چې امریکا د باور وړ ملګری نه دی.

پټرویوس په دې مقاله کې ویلي«له افغانستان په بېړه د امریکايي عسکرو تېښتې د امریکا باور ته زیان رسولی او دا ثابته شوه چې په نړۍ کې زبرځواک نشته دی.»

دغه جنرال ټینګار کړی، چې د افغانستان پر وړاندې د امریکا اوسنی چلند او له دغه هېواد سره د اړیکو نه لرل د امریکا مقام او نامه ته لا ستره ضربه رسوي.

ده په دې مقاله کې د امریکایانو د وتلو او د افغانستان د راتلونکې په اړه پراخ بحث کړی دی او اوسنی وضعیت یې د سیمې او نړۍ لپاره اندېښمنونکی بللی دی.

جنرال پټرویوس په ټوله کې د دې ملاتړی دی چې امریکا د افغانستان په څېر یو هېواد له ځان سره متحد وساتي او د افغانانو لاسنیوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153172

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153172/

جمهور
  https://www.jomhornews.com