د غوري سمنټو فابریکې بیا فعالیت پیل کړ

18 اسد 1401 ساعت 10:03

د اسلامي امارت چارواکي وايي، له اوږده ځنډ وروسته د افغانستان د غوري سمنټو فابریکې بېرته فعالیت پیل کړی دی.


د اسلامي امارت چارواکي وايي، له اوږده ځنډ وروسته د افغانستان د غوري سمنټو فابریکې بېرته فعالیت پیل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، دغه فابریکې تازه په تازه فعالیت پیل کړی او د سمنټو لومړني مواد تولیدوي.

نوموړي زیاته کړې، چې که چېرې د دغه فابریکې څلورو داشونو ته د ډبرو سکرو او برېښنا امکانات برابر کړای شي، نو د ورځې به د سمنټو ۱۴۰۰ ټنه لومړني مواد تولید کړي.

بغلان کې د سمنټو فابریکې د بېرته فعالېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې څو ورځې وړاندې د بلخ سیلو هم له اوږده ځنډ وروسته بېرته فعالیت پیل کړ.

د اسلامي امارت چارواکي وايي، د هېواد په پښو درول او د اقتصادي او بنسټیزو پروژو رغول یې د کاري لومړیتوبونو څخه دی.

تازه د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د هلمند له کجکي برېښنا بند څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د بنسټیزو پروژو جوړول هېواد د هوساینې پر لور بیايي.

نوموړي امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، چې د ټولو بنسټیزو پروژو امنیت ته جدي پاملرنه او ساتنه ترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153177

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153177/

جمهور
  https://www.jomhornews.com