کالن کال: افغانستان نور د امریکا ستراتېژیک لومړیتوب نه دی

18 اسد 1401 ساعت 16:00

د امريکا د دفاع وزارت چارواکو يو ځل بيا له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو د پرېکړې ننګه کړې وايي،  افغانستان کې پوځي حضور ته له دې کبله د پای ټکی کېښود چې د امريکا ستراتيژيک لومړيتوبونه بدل شوي دي.


د امريکا د دفاع وزارت چارواکو يو ځل بيا له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو د پرېکړې ننګه کړې وايي،  افغانستان کې پوځي حضور ته له دې کبله د پای ټکی کېښود چې د امريکا ستراتيژيک لومړيتوبونه بدل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امريکا د دفاع وزارت سياسي مرستيال  کالن کال پرون شپه يوه خبري کنفرانس ته ويلي چې امريکا په افغانستان کې د پوځي حضور په نه لرلو سربېره هم دغه هېواد کې ټولو اهدافو ته لاسرسی لري او کولی شي چې ګواښونه له منځه يوسي.

د هغه په وینا  امريکايي پوځيان له افغانستانه د دوحې د هوکړې پر بنسټ و ايستل شول او دا د دې څرګندويي کوي چې اوس د امريکا ستراتيژيک لومړيتوبونه بدل شوي دي.

د امريکا د دفاع وزارت ويلي، هېواد يې تر هغه چې افغانستان ستراتيژيک لومړيتوب باله نو په دغه هېواد کې يې په خورا لوړ لګښت پوځي حضور وساته.

دغه امریکايي چارواکی یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا د استخباراتو پخواني مشر او افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پټرویوس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان نه د امریکا په بېړه تېښته دا ښيي، چې امریکا یو ښه ملګری نه دی.

جنرال ډیویډ پټرویوس په تازه مقاله کې د افغانستان پر وړاندې د امریکا چلند غندلی او دا یې د امریکا لپاره لوی زیان بللی دی.

نوموړي پر افغانستان د امریکا اوسني بندیزونه هم په کلکه غندلي او یلي یې دي، چې له دغه هېواد نه په تېښتې سره مو نړۍ ته ثابته کړه چې امریکا د باور وړ ملګری نه دی.

پټرویوس په دې مقاله کې ویلي«له افغانستان په بېړه د امریکايي عسکرو تېښتې د امریکا باور ته زیان رسولی او دا ثابته شوه چې په نړۍ کې زبرځواک نشته دی.»

دغه جنرال ټینګار کړی، چې د افغانستان پر وړاندې د امریکا اوسنی چلند او له دغه هېواد سره د اړیکو نه لرل د امریکا مقام او نامه ته لا ستره ضربه رسوي.

ده په دې مقاله کې د امریکایانو د وتلو او د افغانستان د راتلونکې په اړه پراخ بحث کړی دی او اوسنی وضعیت یې د سیمې او نړۍ لپاره اندېښمنونکی بللی دی.

جنرال پټرویوس په ټوله کې د دې ملاتړی دی چې امریکا د افغانستان په څېر یو هېواد له ځان سره متحد وساتي او د افغانانو لاسنیوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 153198

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153198/

جمهور
  https://www.jomhornews.com