کرکټ: افغانستان خپله لومړۍ لوبه ایرلنډ ته وبایلله

19 اسد 1401 ساعت 7:26

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د پنځو شل اوریزه سالیو لومړۍ لوبه افغان لوبډلې ایرلنډ لوبډلې ته وبایلله.


د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د پنځو شل اوریزه سالیو لومړۍ لوبه افغان لوبډلې ایرلنډ لوبډلې ته وبایلله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبلړۍ پرون سه شنبې د زمري ۱۸ مه د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې پیل شوه او د لومړۍ لوبې ټاس یا پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغان لوبغاړو پیل ښه و، خو روسته یې ویکټې ژر ژر له لاسه ورکړې او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۸ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۶۹ هدف وټاکه.

په توپ وهنه کې عثمان غني تر ټولو ډېرې ۵۹ منډې وکړې، رحمن الله ګربز ۲۶، ابراهیم ځدراڼ ۲۹ او نجیب ځدراڼ ۱۵ منډې وکړې.

د ایرلنډ پیل تر افغان لوبډلې ښه و او ویې کولی شوای، چې د لوبې په ۲۰ اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۱ منډې وکړې او لوبه وګټي.

د یادونې ده، چې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ څلور نورې لوبې هم شته، چې دویمه به یې سبا پنشنبې تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153204

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153204/

جمهور
  https://www.jomhornews.com