۰
د سیګار وروستۍ راپور:

د اشرف غني سره د وتلو پر مهال تر پنځه لکه ډالرو زیات نه وو

چهارشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۰۸
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي مفتش یا سیګار د هغه ادعاو په اړه چې ګڼې مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده د وتلو پر مهال میلیونونه ډالر له ځان سره وړي، وروستۍ راپور خپور کړی دی.
د اشرف غني سره د وتلو پر مهال تر پنځه لکه ډالرو زیات نه وو
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي مفتش یا سیګار د هغه ادعاو په اړه چې ګڼې مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده د وتلو پر مهال میلیونونه ډالر له ځان سره وړي، وروستۍ راپور خپور کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه تازه راپور کې ویل شوي، چې ښاغلي غني خپله له سیګار سره د خبرو څخه ډډه کړې خو مدافع وکیل یې د سیګار له ۵۶ پوښتنو یوازې ۶ هغه په لیکلې بڼه ځواب کړې دي.

په راپور کې د سیګار مشر جان ساپکو ویلي، په بېړه له افغانستان څخه وتلو، الوتکې کې د خلکو ځای په ځای کولو، د الوتکو ظرفیت او په سیمه کې عیني شاهدانو ته په کتو، داسې ښکاري چې له کابل څخه د وتلو په وخت کې له غني سره په الوتکو کې تر ۵۰۰۰۰۰ ډالر زیات نه وو.

د ښاغلي غني مدافع وکیل ویلي، دا هم د غني خپله شخصي سرمایه وه او غوښتل یې چې په خپل پلرني کلي کې پرې د مطالعاتو یو مرکز او کتابتون جوړ کړي.

راپور کې د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي، په هغو دریو الوتکو کې، چې د غني د انتقال لپاره ترې کار اخیستل شوی، سامانونه لږ وو، چې په ځینو الوتکو کې شخصي وسایل او په ځینو کې یې نقدې پېسې.

یو چارواکي، چې په دغو هلیکوپتر کې و، ویلي«له هر کس سره ممکن ۵۰۰۰ یا ۱۰۰۰۰ ډالر وو.»

سیګار وايی، د جمهوري ریاست د عامه حفاظت د مشر په بکس کې د دغه ریاست بودیجه، چې د میاشتې ۲۵۰ ډالر وو، چې له وغني سره یو ځای له کابله وتلی او دا بکس یې هم لېږدولی دی.

همدغه راز د ملي امنیت د مشاور حمد الله محب د مرستیال رفیع فاضل په بیګ کې هم د دغې ادارې میاشتنۍ بودیجه، چې ۲۴۰زره ډالر کېده، وه.

سیګار وايي، دا پېسې د ښاغلي محب په غوښتنې د دغې شورا د مالیي څانګې څخه اخیستل شوې دي.

سیګار د یو لوړ پوړي مخکني افغان چارواکي له خولې ویلي دي چې دولسمشر غني میرمن رولا غني هم ۸۰۰ زره ډالر لرل.

له افغانستان څخه اوزبیکستان ته ورغلې څرخي الوتکې پلټل شوې او وسایل یې د چیک او پلټنې لپاره مسولینو ته سپارل شوي او له هر کس څخه د هغه د وسایلو په اړه پوښتنې شوې وې.

د سیګار د راپور په اساس داسې ښکاري چې د سقوط په وخت کې د جمهوري ریاست او ملي امنیت د شتمنیو په ګډون، د افغان حکومت په ودانیو کې ډېرې پانګې پاتې شوې چې بیا ورکې شوې دي.

راپور وايی چې کیمرې او ثبت شوي فلمونه هم د طالبانو لاس ته ورغلي او دا د سیګار لپاره سخته ده چې معلومه کړي دا پېسې چا او څومره غلا کړي دي.

خو دوو چارواکو ویلي دي چې دا پېسې ورکې شوې نه دي بلکې د جمهوریت له سقوط وروسته طالبانو ته انتقال شوي دي.

ځینو لوړ پوړیو چارواکو ویلي دي چې په ارګ کې چې پنځه میلیون ډالر موندل شوي هغه د ولسمشر غني خپلې پېسې وې او هغه هم دا اعلان کړی و.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي دي چې د افغانستان د ملي امنیت کلنۍ بودیجه ۲۲۵ میلیون ډالر وه چې د طالبانو ضد وسله والو او نورو عناصرو باندې هم لګول کېدله، د اګست په ۱۴ نېټه د ملي امنیت له خزانې څخه ورکه شوې ده. خو یو چارواکي ویلي چې ورکې شوې نه دي، طالبانو ته انتقال شوې دي.

د سیګار راپور وايي، جمهوري ریاست ځینو کارکوونکو چې یوه اندازه پېسې یې لرلې، په ۱۲۰ ډالرو یې یوه طیاره کرایه کړې او ابوظهبۍ ته تللي دي. وايي پاتې پېسې یې په ۵۴ افغانانو وېشلي دي.

د یادونې ده، چې پر مخکني ولسمشر غني د پيسو د وړلو تور لومړی کابل کې د روسیې سفارت پورې کړ او ویلي یې و، چې غني د وتلو پر مهال ۱۶۹ میلیون ډالر له ځان سره وړي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه و ورکړي.

ښاغلي غني متحدو عربو اماراتو ته له رسېدو وروسته په خپلو خبرو کې دا ادعا رد کړه او وویل چې په دې اړه خپلواکې نړیوالې پلټنې ته حاضر دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي