۰

یونیسف د زلزله ځپلو افغان ماشومانو لپاره د زده کړو امکانات برابر کړي

چهارشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۶
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې اداره یونېسف وايي، د افغانستان په هغو سیمو کې یې سلګونو ماشومانو ته د زده کړې امکانات برابر کړي چې وروستۍ زلزلې اغېزمن کړي دي.
یونیسف د زلزله ځپلو افغان ماشومانو لپاره د زده کړو امکانات برابر کړي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې اداره یونېسف وايي، د افغانستان په هغو سیمو کې یې سلګونو ماشومانو ته د زده کړې امکانات برابر کړي چې وروستۍ زلزلې اغېزمن کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یونېسف پرون سه شنبې د زمري ۱۸ مه په یوه ټوېټ کې ویلي، په ځپل سیمو کې یې نوي ۱۴۰ ټولنیز درسي صنفونه جوړ کړي چې په کې ډېرو نجونو ته لومړنۍ زده کړې ورکول کېږي.

سرچینې دغه راز په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا یا نس ناستې ناروغۍ د زیاتېدو په وړاندې هم خبرداری ورکړی دی.

په پکتیکا او خوست کې د جون د ۲۲ مرګونې زلزلې په نتیجه کې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او په زرګونو وداني تخریب او زیانمنې شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي