نړیوال اقتصاد پوهان:

امریکا دې ژر تر ژره د افغانستان شتمني آزاده کړي

20 اسد 1401 ساعت 8:31

د نوبل جایزې د دوه ګټونکو په ګډون د نړۍ لسګونه اقتصادپوهانو په یوه لیک کې له امریکا غوښتي، چې د افغانستان کنګل کړې شتمني ور آزاده کړي.


د نوبل جایزې د دوه ګټونکو په ګډون د نړۍ لسګونه اقتصادپوهانو په یوه لیک کې له امریکا غوښتي، چې د افغانستان کنګل کړې شتمني ور آزاده کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه اقتصاد پوهانو کې د ځينو هېوادونو د اقتصاد پخواني او اوسني وزیران هم شامل دي او ددې غوښتونکي دي چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي.

دی وايي، افغانستان له سخت اقتصادي فشار سره مخ دی او د امریکا او نړۍ مسوولیت دی چې د دغه هېواد ترینګلي وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

د اقتصاد پوهانو په دغه لیک کې چې د امریکا د خزانې وزارت ته لېږل شوی دی، ویل شوي چې که د افغانستان د مرکزي بانک شتمني نه آزاديږي نو دغه هېواد له ناورین سره مخ کېږي، اقتصادي فعالیتونه نه شي ترسره کولی.

دغه اقتصاد پوهانو په ټينګار سره ویلي، امریکا د دې حق نه لري چې پر دغه هېواد اقتصادي فشارونو ته ادامه ورکړي.

د دې لیک په استوونکو کې د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې دوه ګټونکي هم شامل دي.

نړیوال اقتصاد پوهان دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم له امریکا غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي.

دغه کمېټې په اعلامیه کې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه اندېښمنوونکي بللي دي.

سرچینه زیاتوي، سره له دې چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت لا له مخې خراب و، خو د امریکا بندیزونو او محدودیتونو د دغه هېواد اقتصاد ته لا ډېره ضربه رسولې ده.

په اعلامیه کې راغلي، د دغه بندیزونو له امله په افغانستان کې لوږه او بېوزلي پراخه شوې ده او د بېکارۍ کچه مخه په لوړېدو ده.

یادې کمېټه خبرداری ورکړی، که نړیواله ټولنه پر افغانستان خپل بندیزونه ختم نه کړي، نو ښایي دغه هېواد کې تر شل کلنې جګړې ډېر خلک د اقتصادي فشارونو او بېوزلۍ له امله زیانمن شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153242

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153242/

جمهور
  https://www.jomhornews.com