اشرف غني:

​​​​​​​د جمهوریت د سقوط لامل خلیلزاد، عبدالله او ځينې سیاسي مشران وو

20 اسد 1401 ساعت 9:19

مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني په تازه مرکه کې ویلي، چې د جمهوریت د سقوط ستر لامل زلمی خلیلزاد، ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر سیاسي مشران وو.


مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني په تازه مرکه کې ویلي، چې د جمهوریت د سقوط ستر لامل زلمی خلیلزاد، ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر سیاسي مشران وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني د حکومت تر سقوط نېږدې کال وروسته په خپله لومړنۍ انځوریزه مرکه کې چې له افغان خپرندویه شبکې (ABN) سره یې کړې خلیلزاد یو بې کفایت، مفسد، منفور او بې هویت شخص وباله.

ښاغلي غني ټینګار کړي، چې د جمهوریت په سقوط کې ډېرو څیرو ونډه درلوده په ځانګړې ډول د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله.

مخکني ولسمشر ویلي، خلیلزاد له خپلو طرحو او ژمنو سره د افغانستان سیاسي قشر وېشلی وو او همدا د سقوط ستر لامل وو.

ده ویلي« خلیلزاد بې کفایت، مفسد منفور، بې هویت شخص دي، هغه دوه مخونه نه بلکې نهه مخونه درلودل...»

دی وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن ته یې هم ویلي و، چې خلیلزاد یو منفور شوی شخص دی او د افغانستان خلک په ځانګړې توګه جمهوري غوښتونکو ته د اعتماد وړ نه دی.

د ده په وینا بلېنکن هم ورسره ژمنه وکړه، چې د هغوی د پاليسۍ د برخې ئیس سلمان احمد به دغه مسوولیت پر غاړه واخلي، خو کله چې د امریکا اعلامیه خپره شوه، دې موضوع ته اشاره نه وه شوې.

نوموړي په مرکه کې زیاته کړې)خلیلزاد له طالبانو سره په مذاکراتو کې پټ رفتار کاوه، څو ځله مې خلیلزاد ته وویل چې د دوحې د توافقنامې په مسوده به چې جوړه کړې یې ده په مرګ پيښمانه شي، خو هغه په خپلو کارونو ټینګار کاو، زما سره د خلیلزاد مشکل دا و، چژ زه مسلمان او افغان وم، خو هغه نه افغان و او نه یې هویت درلود.»

دی وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په وار وار هغه ته ویلي وو چې طالبان مذاکرې ته حاضر نه دي.

ښاغلي غني د سقوط په اړه زیاته کړې، چې امریکايي مقاوماتو له سقوط یوه ورځ مخکې داسې ښکاره کړه، چې هر څه ختم دي.

ده ویلي« د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په پنځلسمه نیټه د یکشنبې په سهار د متحدو ایالتونو سفارت خپل ټول اسناد وسوځول او کارکوونکي یې هوایي ډګر ته ولاړل او حتی د صفري قطعاتو په زرګونو ځواکونه چې د ملي‌ امنیت او د افغانستان غوره ځواکونه وو هم تخلیه شول، که هغوی تصمیم درلود چې له جمهوریت څخه ملاتړ وکړي، ولي یې دا ځواکونه تخلیه کړل؟ په کوم دلیل یې هر چا ته چې له هغوی سره کار کړی وو له اشپز څخه نیولې تر جنرالانو پورې ویزه ورکړه.»

همدارز ښاغلي غني ویلي، د افغانستان بانک به هره میاشت له ازري زېرمو ۲ سوه میلیون ډالر اخیستل خو دا بهیر له سقوط څخه درې ورځې مخکې ودرول شو.

ښاغلي غني وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلنکن و په همدې اړه ورته و ویل«بندیزونه درباندې نه دي راغلي خو د طالبانو له راتګ څخه اندیښنه لرو. مقدار کم کوو خو پيسې درته استوو خو دا پیسې یې وانه ستولې.»

ښاغلي غني څرګنده کړه بلینکن ورته په ښکاره ډول ویلي وو چې نور په خپل اساسي قانون درېدلی نه شئ او د لویي جرګې له لارې د واک د لیږد وړاندیز طالبانو ته د منلو وړ نه دی.

نوموړي د سقوط دویم لامل عبدالله عبدالله وباله او ویې ویل، چې نوموړي د جمهوریت د سقوط او جمهوریت د نه تحکیم مسوول دی.
ده ویلي« په تېرو اوو کلونو کې پنځوس سلنه حکومت د هغه تر اثر لاندې وو، اوس غواړي چې د مسولیت ټول بار زما په اوږو واچوي، آیا عبدالله د ټولو مثبتو اقداماتو خنډ نه وو؟»

مخکني ولسمشر زیاته کړې، عبدالله عبدالله اساسي قانون نه مانه او د دفاع وزارت لپاره د ښاغلي عبدالله یوازینی انتخاب بسم الله محمدي وو او ویل یې چې پنجشیر باید خوشاله وساتم.

ښاغلي غني د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ګویا په ملي خیانت تورن شوی د ۱۳۹۸ کال ټاکنو او د عبدالله د لوړې مراسمو ته په اشارې وویل چا چې د لوړي موازی مراسم جوړول ملي خیانت کړی دی.

هغه زیاته کړې«زه خو اوس یو کال کېږي چې په کابل کې نه یم، هغه سیاستوالو چې زه مقصر ګڼلم په ځانګړي ډول عبدالله او کرزي او خلیلزاد، ولې په دې ونه توانېدل چې د همکاري په برخه کې یو ګام پورته کړي؟.»

د سقوط درېیم لامل، د امنیتي مسوولینو نه درېدل:

ښاغلي غني د افغانستان د جمهوریت په سقوط کې د افغانستان د جګپوړو امنیتي مسولینو د نه دریدو یادونه هم وکړه.

محمد اشرف غني وویل ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د پنځلسمې نیټې له غرمې وروسته‌ په دریو بجو د کابینې غونډه جوړه شي، خو مطلق اکثریت په هېواد کې نه وو.

دی وايي، د هېواد دفاع وزیر بسم الله محمدي مخکې له دې چې زه ووځم په الوتکه کې ناست وو، له هغه وروسته وزارت تخلیه شو.

ښاغلي غني وویل په لومړیو کې د افغانستان نهو شمالي ولایتونو‌ په ناڅاپي توګه سقوط وکړ ، سره له دې چې عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور ته امکانات ورکړل شوي وو.

ده زیاته کړې«جنرال دوستم او جنرال عطا ته مو امکانات ورکړل او هوایي قوا مو هم هغوی ته په واک کې ورکړه، خو په بله ورځ هغوی ازبکستان ته ولاړل.»

ښاغلي غني زیاته کړه، وروستی کس وو، چې له افغانستان څخه ووت، هغه د خپلو وتلو علت د افغانستان د پخواني جمهور رئیس ډاکټر نجیب الله د مرګ د پيښې د تکرار مخنیوی وباله.

محمد اشرف غني وویل چې طالبان یوه اقلیته ډله ده او د هغوی له خوا به د افغانستان د نورو قومونو او فرهنګونو نه منل ملي وحدت نور هم کمزوری کړي.

د هغه په وینا که طالبان حاکم شي سخته دیکتاتوري به رامنځ ته کړي او وايي، طالبان باید له پاکستان او القاعده څخه ځان جلا کړي.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په پای کې و ویلو چې لا هم د افغانستان منتخب ولسمشر دی.

نوموړي ویلي«د اساسي قانون له مخې جمهور رئیس وم او تر هغه چې د افغانستان خلکو په قانوني ډول واک بل چا ته نه وي لیږدولی ، جمهور رئیس یم.»

ښاغلي غنی په پای کې د دې په اړه چې آیا بیرته به افغانستان ته ستون شي که نه ویلي، له خپلو افغان دوستانو سره تر سلا مشورې وروسته دې نتیجې ته رسېدلی چې اوس کابل ته د هغه د ستنېدو شرایط برابر نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153244

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153244/

جمهور
  https://www.jomhornews.com