افغانستان د چین یو دولتي شرکت سره په جوزجان ولایت کې د ګازو د ساحې د اکتشاف او بیا د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولیدي فابریکې جوړولو لپاره تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دغه تفاهم لیک د خصوصي، ملي او نړۍوالې پانګهونې د جذب او هڅونې کنفرانس په پای کې لاسلیک شو.
نوموړي زیاته کړې، د چین یو دولتي شرکت او د اوبو او انرژۍ وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت او برېښنا شرکت سره هوکړه وکړه، چې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ګازو د ساحې د اکتشاف او بیا د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید فابریکه جوړوي.
د یادونې ده، چې په دغه کنفرانس کې د افغان حکومت جګپوړو چارواکو، د کابینې یو شمېر غړو، مسوولینو او کورنیو او بهرنیو پانګوالو ګډون کړی وو.
د کنفرانس په پای کې یو شمېر بهرنیو شرکتونو د اوبو او انرژۍ، کانونو او پټرولیم او اقتصاد وزارتونو د افغانستان له برېښنا شرکت سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل