افغانستان کابل ته د هند د دیپلوماتانو د راتګ هرکلی وکړ

23 اسد 1401 ساعت 10:03

افغان حکومت کابل ته د هند د سفارت د ديپلوماتانو د بېرته راتګ هرکلی کړی او دا ګام یې ستایلی دی.


افغان حکومت کابل ته د هند د سفارت د ديپلوماتانو د بېرته راتګ هرکلی کړی او دا ګام یې ستایلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د هند دغه ګام ستايي چې غواړي په کابل کې د خپل سفارت د ډیپلوماټيکې استازولۍ کچه لوړه کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي«موږ به د امنیت تر څنګ د ډیپلوماتانو خوندیتوب ته هم زیاته پاملرنه او په چارو کي ښه همکاري ولرو.»

سرچینې زیاته کړې، افغان حکومت ھیله لري چې د ډيپلوماټیکې استازولۍ د کچې د لوړېدو او د ډيپلوماټانو له رالېږلو سرہ به د ھند او افغانستان اړیکې لا وغوړېږي؛ د ھند نابشپړي پروژې به بشپړي او پر نورو حیاتي پروژو به کار پیل شي.

د یادونې ده، چې هندي رسنیو پرون د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت جي شنکر له قوله خبر ورکړ، چې له سفیر پرته ټول هندي ديپلوماتان یې کابل ته لېږلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153309

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153309/

جمهور
  https://www.jomhornews.com